د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د باور رایې تر لاسه کولو لپاره د خپل حکومت د کابینې لیست پارلمان ته وړاندې کړ.
د دولتي مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې په کابینې کې سید عباس عراقچي د بهرنیو چارو وزارت لپاره وړاندیز شوی.
د عراقچي تر څنګ، د ایران جمهور رئیس پارلمان ته په وړاندیز شوې کابینې کې فرزانه صادق د سړکونو او ترانسپورت وزیرې په توګه نومولې ده او که چیرته ومنله شي، دا به د ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې دویمه میرمن وي چې د وزیرې په توګه ټاکل کیږي.
د ایران پخواني، سخت دریځ جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په ۲۰۰۹ کال کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن د وزارت لپاره ټاکلې وه.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلی چې ټاکل شوې پارلیماني کمیسیون به د وړاندیز شوې کابینې په هکله د دوشنبې په ورځ ارزیابي پیل کړي.