لوبېنړۍ

د پاریس د المپیک سیالۍ پای ته ورسېدې

د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالۍ ته ورسېدې او دغه  په سیالیو کې د متحدو ایالتونو ورزشکارانو تر نورو ډېر د سرو زرو، سپینو زرو او ژېړو مډالونه وګټل.

د راپورونو له مخې، د المپیک د نړیوالې کمېټې د درجه بندۍ په اساس، متحدو ایالتونو ۱۲۶ مډالونه ګټلي، چې ۴۰ یې د سرو زرو، ۴۴ یې د سپینو او ۴۲ یې د ژېړو مډالونه دي او امریکا په جدول کې اول مقام ګټلی دی.

د دغو سیالیو وروستۍ لوبې یکشنبه اګست ۱۱ (زمری۲۱)‌ وشوې.

چین په جدول کې دویم دی چې ۴۰ یې د سرو زرو، ۲۷ یې د سپینو او ۲۴ یې د زېړو مډالونه ګټلي. ټول ګټل شوي مډالونه یې ۹۱ کېږي.

جاپان، استرالیا او فرانسه په ترتیب سره په جدول کې درېیم، څلورم او پنځم دي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان څخه هم شپږو ورزشکارانو برخه لرله خو یوې هم کوم مډال ونه شو ګټلای.

خو د افغانستان په ګاونډ کې اوزبیکستان اته د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او درې د ژېړو مډالونه وګټل او په جدول کې ۱۳م دی.

ایران هم ۱۲ مډالونه وګټل چې شپږ یې د سرو، درې یې د سپینو او درې نور یې د ژېړو مډالونه دي او په جدوم کې په یوېشتم مقام دی.

پاکستان هم د سرو زور یو مډال ګټلی او په جدول کې ۶۲م مقام لري او تاجیکستان د ژېړو درې مډالونه وګټل او په ۷۲م مقام کې دی.

د پاریس د المپیک په سیالیو کې له ټولې نړۍ څخه تقریبآ ۱۰۵۰۰ ورزشکارانو برخه لرله، په ۳۲۹ بېلا بېلو لوبو کې یې سیالۍ وکړي او ټول ۱۰۰۰ مډالونه وګټل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *