افغانستانخبرونه

هلمند کې یو طالب غلو وژلی

هلمند کې ځایي سرچیني وایي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو طالب غلو وژلی او په ګرشک ولسوالۍ کې یو بل تن د نا معلوم وسله والو له لورې وژل شوی دی.

په هلمند ولایت کې یوه باوري سرچېنه وایي چې په لومړۍ پېښه کې د «قاري اسدالله» په نوم یو تن طالب د لښکرګاه ښار د «صافیانو» په سیمه کې د غلو له خوا وژل شوی او د نوموړي موټرسایکل ور څخه اخیستل شوی دی.

او همدا راز په ګرشک ولسوالۍ کې یو ځوان د «نامعلومو کسانو» له لوري په مرموز شکل وژل شوی دی.

امنیتي ادارو تر اوسه د یادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.