خبرونهسیمهنړۍ

د ایران ولسمشر سره د بریتانیا د لومړي وزیر خبرې: جګړه د هېچا په ګټه نه ده

په داسې حال کې چې اسرائیل وايي، ایران تر راتلونکو څو ورځو پورې پر دغه هېواد د برید پلان لري، د بريتانیا لومړي وزیر د ایران له نوي ولسمشر سره د خبرو پرمهال ويلي چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده.

د لومړي وزیر د دفتر په يوه اعلاميه کې راغلي چې کي ير سټارمر د دوشنبې په ورځ له مسعود پزشکيان سره پر ټلیفون خبرې کړي دي.

نوموړي ويلي، ايران بايد د بريتانيا د خلکو د ګواښلو په شمول، خپل بې ثباته کوونکی چلند ودروي او د اوکراين په جګړه کې د روسيې مرسته هم بنده کړي.

هغه دغه راز پزشکیان ته ويلي، د منځني ختيځ د روان وضعيت په تړاو شدید خواشينی دی او له ټولو اړخونو يې غوښتي چې له تاوتریخوالي او جګړو له پيلولو څخه دې لاس په سر شي.

سټارمر په دغو خبرو کې دغه راز په غزه کې د روانې جګړې د اوربند غوښتونکی شوی او ملکي وګړو ته يې د بشر دوستانه مرستو پر لېږد ټينګار کړی دی.