افغانستانخبرونه

د طالبانو درې کلنه واکمنۍ؛ حقاني له نړیوالو څخه د پرمختګ په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه

د طالبانو حکومت کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني له نړيوالو غوښتي چې د افغانستان په پرمختګ کې دې له دوی سره همکاري وکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه په افغانستان کې طالبان بیا ځلې واکمنان شول او حقاني دغه څرګندونې په بګرام هوایي ډګر کې د واکمنۍ د درېيمې کليزې په مناسبت لمانځعونډه کې وکړي.

هغه وویل: «موږ له نړيوالو ازادي واخيسته په مقابل کې يې محاسبه نه ورسره کوو. ښه فرصت مو ورته برابر کړی، ښه اراده ورته لرو چې زموږ سره د افغانستان په بيا پرمختګ کې همکاري وکړي، لکه څنګه يې چې په اشغال کې همکاري کوله په پرمختګ کې دې هم همکاري وکړي.»

په دغو مراسمو کې د طالبانو نورو ګڼ شمېر چارواکو هم برخه درلوده.

طالبان په داسې مهال پر افغانستان د بیا واکمنېدو درېیمه کلیزه لمانځي، چې په ځینو هېوادونو کې د دوی د یو شمېر سفارتونو او کونسلګریو له فعالېدو سره سره، تراوسه لا د نړۍ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.