ځانګړي برخهراپورونه

د کابل ټيلیګراف موندنې: طالبانو په خپله درې کلنه دوره کې څه باندې ۳۰۰ خبریالان نیولي

د کابل ټیلیګراف موندنې ښیي، د طالبانو په تېره درې کلنه دوره کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۷۰ پېښې ثبت شوي چې ۳۳۰ پېښې یې د خبریالانو د نیول کېدو دي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو تل دغه کړنې د اصولو خلاف بللي، که څه هم طالبانو د یادو شمېرو په اړه څه نه دي ویلي خو تل له رسنیو او خبریالان د ملاتړ خبره کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه پخوانی حکومت ړنګ شو او طالبانو یو ځل پر افغانستان واک ترلاسه کړل او نن د طالبان درې کال پوره شول.
د کابل ټيلیګراف موندنې ښیي چې طالبانو په خپله تېره درې کلنه دوره کې د خبریالانو د زورونې، ذهني شکنجې او وهلو ټکولو سربېره شاوخوا ۳۳۰ خبریالان په مختلفو بهانو نيولي دي.
‎د دې څېړنو له مخې، اکثریت خبریالان بهرنيو رسنيو سره د کار کولو په تور نيول شوي او ځينې خبریالان بیا داسې هم شته چې د دروغو نورې قضیې ورته جوړې شوې دي.
‎له نيول شویو خبریالانو سره چې اکثریت يې د طالبانو استخباراتو نيولي، بېلابېل چلند شوی چې د تحقير سربېره ورته وهل ټکول ورکړل شوي، ذهني شکجنه شوي او تر څنګ یې شخصي وسايل چې کمپيوټرونه او مبایلونه دي هم پلټل شوي دي.
د نیول شویو خبریال شمېر
‎کابل ټيلیګراف په افغانستان کې د رسنيو د ملاتړ هغو بنسټونو څخه د تر لاسه کړیو معلوماتو له مخې چې اوس له بهرنیو هېوادونو فعالیت کوي، طالبانو په خپله درې کلنه دوره کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۷۰ پېښې ثبت کړي دي.
‎په دغو سرغړونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو کې د خبریالانو نیول، وهل ټکول، ګواښل او ځينې نور مسايل شامل دي.
‎له دغې ډلې تر ټولو لوړې شمېرې د خبریالانو د نیولو دي چې شاوخوا ۳۳۰ خبریالان په تېرو درېیو کلونو کې نيول شوي دي.
خبریالان ولې نیول شوي؟
‎کابل ټيلیګراف له شاوخو پنځه ویشتو نیول شويو خبریالانو سره د مرکو او دغه راز د رسنيو د ملاتړ هغو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ چې له بهرنيو هېوادونو فعاليت کوي دې پايلې ته رسېدلی چې اکثریت خبریالان له بهرنيو او له بهر څخه د خپرېدونکو افغان رسنيو سره د کار کولو په تور نيول شوي دي.
‎دغه راز ځینې خبریالان په نورو بېلابېلو شکونو هم نيول شوي چې ډېرو ته یې د جرم نه درلودو په وجه د دروغو جرمونه جوړ کړي دي.
‎کابل ټيلیګراف له همداسې څو خبریالانو سره چې نه غواړي نومونه یې په راپور کې خپره شي خبرې کړي او وایي چې له کوم جرم پرته نیول شوي او بیا ورته د مقاومت جبهې سره د اړیکو قضیې جوړې شوې وې.
‎یاد خبریالان وايي، په خپل ولایت کې د طالبانو استخباراتو لخوا نیول شوي، خو کله چې پرې بله قضیه ثبوت نشوه، مقاومت سره د اړیکو تورونه ورباندې پورې شوه.
د طالبانو په بندخونو کې له خبریالانو سره څه ډول چلند کیږي.؟
‎د طالبانو د استخبارتو لخوا نیول شوي اکثریت خبریالان که څه هم په زندانونو که ډېر وهل ټکول شوي نه دي، خو دوی دومره ذهني شکنجه کېږي چې له وهلو یې روغتيايي وضعيت ډېر خرابوي.
‎خبریالان اکثریت په داسې بڼه نیول کېږي چې ګمان کېږي، يو لوی مجرم نیول شوی دی، بیا په لومړیو کې ورته تحقير امیزه او پیغور شکله خبرې کېږي او ډېر بد الفاظ ورته کارول کېږي او وروسته په داسې حال کې په بند محکومېږي چې نه يې محکمه لیدلي وي او نه په خپل جرم باندې پوهېږي.
‎د نیول شويو ځينو خبریالانو سره له خبرو اترو کابل ټيليګراف دا معلومه کړه چې نيول شويو خبریالانو ته له ډېرو شکنجو وروسته د جرم يوه قضیه جوړېږي، له هغه په داسې حال کې چې جرم يې نه دی کړی، د جرم بیا نه تکرارولو اعتراف په لیکلي او ويډيوي بڼه اخلي، له کورنيو يې هم ضمانت اخلي او بیا يې ازادوي.
‎دغه راز خبریالان شکایت کوي چې په زندانونو کې د دوی شخصي ټليفونونه، کمپيوټر او ټولې ټولنيزې شبکې پلټل کېږي او د دوی شخصي چټونه او برېښنالیکونه هم کتل کېږي.
طالبان څه وایي؟
‎د خبریالانو تر نیول کېدو وروسته اکثریت د طالبانو اسخبارات او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کولتور ریاستونو رسنيو ته ويلي چې یاد کسان د شخصي جرم په تور نيول شوي له خبریالۍ سره يې اړخ نه لري.
‎خو کله چې خبریالان ازاد شوي، هغوی ته يې له بهرنيو رسنيو سره د اړیکو درلودو او یا هم د رسنيزې سرغړونې جرم په ګوته کړی وي.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونو غوښتنې
‎د افغانستان د خبریالانو مرکز چې تازه یې په افغانستان کې فعالیت منع اعلان شوی، په خپل یوه تازه راپور کې ويلي چې يوازې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۶۱ خبریالان د طالبانو لخوا نيول شوي دي.
‎دا مرکز وايي، د خبریالانو داسې نيونه چې جرم او اتهام یې ثابت نه شي، غیر قانوني او د هېواد د رسنيو د قانون خلاف عمل دی.
‎د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو نور ملاتړي بنسټونه له طالبانو غواړي چې د قانون احترام وکړي او د خبريالانو له نيولو، وهلو ټکولو او شکنجې څخه دې لاس واخلي.
‎دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو عمومي وياند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت بیا په ځلونو له رسنيو او خبریالانو سره د ښه چلند ډاډ ور کړی دی.