امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ امریکايي چارواکو خبر ورکړی چې د امریکا پخواني ولسمشر او د ۲۰۲۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خلاصون په اړه د اسرائیلو له لومړي وزير بنیامین نتانیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
له دغو سرچینو څخه یوې سرچینې اکسیوس ته ویلي چې د ټرمپ ټیلیفون د نتانیاهو د هڅولو په هدف د اوربند موافقې ته د رسیدو او د بندیانو خوشې کولو لپاره شوی و ، خو ویې ویل چې هغه ډاډه نه دی چې ایا د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دا څرګندونې مستقیم نتانیاهو ته کړې او که نه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټرمپ کمپاین سمدستي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
واشنګټن ته د خپل وروستي سفر او د امریکا کانګرس ته د وینا پر مهال نتنیاهو د ټرمپ په بلنه فلوریډا کې مارالاګو ماڼۍ ته لاړ او هلته یې د امریکا له پخواني ولسمشر سره چې سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو هڅه کوي، خبرې وکړې.