افغانستانخبرونه

تورخم دروازه نن بېرته خلاصه شوه

د تورخم دروازه چې څلور ورځې وړاندې پاکستاني اړخ د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، نن د دواړو خواو د هوکړې له مخې پرانېستل شوه.

په تورخم کې د طالبان کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي چې تورخم فرضي کرښې لار نن پنجشنبه سهار ۷:۳۰ بجې د پلي مسافرو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شوه.

ورته مهال د طالبانو کمیسار وویل، چې لار د پاکستاني مسوولینو سره د خبرو اترو وروسته درې ورځني ځنډ وروسته خلاصه شوه او مسافر کولای شي پخوا په شان عادي ډول  تګ راتګ وکړي.

دغه دروازه څلور ورځې وړاندې هغه مهال بنده شوه چې پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ غوړکي سیمه کې جګړه وشوه.