د هواپېژندنې ریاست وايي، نن جمعه او سبا شنبه د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د تېز باران، سېلابونو او تالندې برېښنا اټکل شوی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، په بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او زابل کې به د اورښتونو اندازه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
دغې ادارې وړاندې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم کړی او ویلي یې دي د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.
د غويي/ثور میاشتې له نیمايي د افغانستان ګڼ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو، چې سلګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله او د خلکو ملکیتونه یې سخت زیانمن کړل.