د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه هېواد په کوربتون د امریکا د متحده ایالتونو، مصر او قطر له لوري چې د اسرائیل استازي هم موجود وو، په غزه کې د اوربند لپاره د مذاکراتو نوی پړاو پيل کړ.
د خبرو اترو دا لړۍ پرون پيل شوه او ټاکل شوې چې موجوده اړخونه به په غزه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ يو اوربند ته لاره حواره کړي.
د دغو خبرو هدف په غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې ختمول، د حماس له بنده د لسګونو یرغمل شویو خلاصون او سیمې ته د دې جګړې د خپرېدو مخنیوی ښوول شوی دی.
بلخوا سپینې ماڼۍ پرون له ټولو اړخونو په غزه کې د اوربند د ټینګښت په اړه په خبرو کې د برخې اخیستو غوښتنه وکړه.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په هغه مرکه کې چې د امریکا له CNN ټلوېزیوني شبکې پرون خپره شوه ویلي، په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره په مذاکرو کې لا هم د پرمختګ امکان شته.
کربي ویلي د دوی معلومات ښيي، چې ایران په ځانګړي ډول د خپلو نیابتي ډلو لهخوا پر اسرايیل د حملې له خبرداریو لا هم لاس نهدی اخیستی.
پهدې اړه یوې سرچینې چې نوم یې نهدی اخیستل شوی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پرونیو خبرو کې د اسرايیل استازی او د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز شامل وو.