خبرونهنړۍ

په فرانسه کې یوه الوتکه د هوایي نندارې پرمهال سمندر ته لویدلې

د فوګا ماجیستر ماډل دغه الوتکه د پرون جمعه د فرانسې په سویل لاواندا کې هغه مهال د مدیترانې سمندر ته لویدلې چې په هوا کې نمایش نندارې ته وړاندې کاوه.
د رویټرز خبري‌ اژانس د راپور له مخې، د لواندا ځايي چارواکو اعلان کړی چې د پیښې په سیمه کې یې د پیلوټ مړی موندلی او د دې پیښې د لامل د موندلو په موخه څېړنې روانې دي.
فوګا ماجیستر په ۱۹۵۰ کال کې په فرانسه کې جوړه شوې کوجنۍ تعلمي‌ الوتکه ده چې دوه کسان پکې ځایږي‌.
فرانسه کې دوه ورځې وړاندې دوه جیټ الوتکو هم ټکر کړی وه چې پکې دوه پیلوټان مړه شوي وه.
په تېره یوه اونۍ کې له بیلابیلو هیوادونو لکه چیلي، برازیل او نیپال څخه د الوتکو د لویدو پرلپسې خبرونه خپاره شوه چې ځنو یې ډېر ځاني تلفات هم درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *