ټیکنالوژي
چین د نړۍ ترټولو چټک چارجر جوړ کړ
چینایي شرکت (Realme) رملي د نړۍ تر ټولو چټک د ټیلفون چارج نندارې ته وړاندې کړ چې له ۵ دقیقو په کمه موده کې د ټیلفون بټرۍ له صفر څخه سلو ته پورته کوي.
دغه ۳۲۰ واټه ټکنالوژي (W SuperSonic Charge) نومول شوې او د (Redmi) ریډمي شرکت د ۳۰۰ واټ چارجرو هغه ریکارډ یې مات کړ چې په ۴ دقیقو او ۵۵ ثانیو کې یې د ټیلفون بټرۍ سل سلنه چارج کوله.
دغه نوی چارجر د چین په شنژن کې نندارې ته وړاندې شو او ویې کولی شول چې په ۱ دقیقه او ۲۶ ثانیو کې د ټیلفون بټرۍ له ۵۰ سلنو پورته او په ۴ دقیقو او ۳۰ ثانیو کې یې بشپړ چارج کړي.
دغه ټیکنالوژي ۳.۳ واټ پر سانتیمتر ځواک لرونکي اډپټر یا چارج څخه کار اخلي او د چټک چارجولو له ګڼو معیارونو لکه UFCS، PD او SuperVOOC سره سازګاره ده.