افغانستانخبرونه

سبا یکشنبه په ټول هېواد کې رخصتي اعلان شوه

طالبانو د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کليزې په مناسبت سبا د یکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې رخصتي اعلان کړه.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې سبا یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د زمري/اسد ۲۸ مه؛ له انګريزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۵مې پرتمېنې کالیزې په وياړ؛ ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې هم طالبانو د کابل د سقوط ورځ هم رخصت اعلان کړی و، خو تېر کال د زمري ۲۸مه طالبانو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت رخصت نه و ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *