افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: طالبانو ۱.۴میلیونه نجونې له زدکړو راګرځولي

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي اداره یونسکو وايي افغانستان کې طالبانو یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې له ښوونځي قصدأ منع کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د دغه حق ترلاسه کولو لپاره باید ټول یو موټي شي.

یونسکو واک ته د طالبانو د بېرته راتګ درېیمې کالیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي د دوی معلومات ښيي چې لومړنیو ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو شمېر هم د تېر حکومت پر تله یو اعشاریه یو میلیون را کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې له زدکړو د دومره لوی شمېر ماشومانو د محرومیت د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی او مشرې یې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان نجونو ته پوهنتونونو او ښوونځیو کې د زدکړې حق تر لاسه کولو لپاره یو موټي شي.

یونسکو ویلي له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې قصدآ له منځنیو او ثانوي زدکړو منع شوې او یوازې تېر کال له ښوونځیو د محرومو شویو نجونو شمېر درې لکه زیات شوی دی.

دا هغه نجونې دي چې سږ کال یې شپږم ټولګی بشپړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان له بیا ځلې واکمنۍ را وروسته پر افغان نجونو هر ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *