د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په تورخم کې د دغه هېواد او افغان ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې په تړاو ويلي چې طالبان دې په سرحدي مسایلو کې له ارامتیا کار واخلي.
د دغه وزارت ویاندې زهرا بلوچ چې پرون يې په اسلام اباد کې يو خبري کنفرانس ته خبرې کولې دا څرګندونې کړې دي.
هغې ويلي:«په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت دې له زغم څخه کار واخلي او د افغانستان- پاکستان پر پوله له پارونکو اعمالو څخه دې ډډه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ په ۱۳مه د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند غوړکي سيمه کې تورخم ته نږدې د افغان او پاکستانيو ځواکونو نښته شوې وه چې د پاکستاني ځواکونو د درنو مرمیو ډزو کې يوه مېرمن او يو ماشوم وژل شوي او څو نور کسان ټپيان دي.