د زلزلې پېژندنې کار پوهانو اټکل کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ترکیې ستر ښار استمبول کې یو ځل د ریکټر په کچه د ۷ درجې زوروره زلزله رامنځته شي.
بلخوا ترکیې د چاپيریال ساتنې ادارې وزیر مراد کوروم د دغه هېواد د اناتولي دولتي اژانس ته ويلي چې که دغه زلزله وشي، نو په استمبول ښار کې به شاوخوا ۶۰۰زره کورونه ونړېږي او میلیونه خلکو ته به زیان ورسېږي.
کارپوهان وايي، دا زلزله ښايي ټيک په هماغه ځای کې چې په ۲۰۰۱ کال کې چې د ترکیې په شمال لویدیځ استمبول ښار کې رامنځته شوې وه او تر ۱۷زره کسان په کې مړه شوي وو، هماغه ځای کې تر ۲۰۳۰ کال رامنځته شي. خو ويل کېږي چې دا ډول بیا ځلي زلزله شاوخوا ۵۰ کاله وروسته رامنځته کېږي.