د غزې په الزوایده سیمه کې اسرائیلي ځواکونو د فلسطیني وګړو په يو مېشت ځای باندې بمبار کړی چې په کې د ۹ ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۵ غړي وژل شوي دي.
د الجزیرې تلویزيون په يو راپور کې ويلي چې اسرائیلي ځواکونو هغه سیمه په نښه کړې چې د یوې کورنۍ غړي په یو ګودام کې له جګړو پټ شوي وو چې په وژل شويو کسانو کې ښځې هم موجود وې.
بلخوا ټاکل شوې نن د اسرائیلو مرکچي پلاوی په غزه کې د اوربند په موخه د مصر پلازمېنې قاهرې ته سفر ورکړي او دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د اسرائیلو له لومړي وزیر سره په همدې موخه د خبرو لپاره اسرائیل ته روان شوی دی.