په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او المپيک ملي کمېټې له لوري ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګبانګ لوبې ترسره کړې.
دغه لوبې د نجیب تلاش خیریه بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې.
په دغو لوبو کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګپانګ لوبډلو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د یادو سیالیو تنظیموونکی او سوداګر احسانالله کامهوال وايي، یادې سیالۍ یې په هېواد کې ورزش ته د ودې ورکولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړې کړې وې.
نوموړي زیاته کړه، دغه شان ورزشي سیالۍ به په ولایتونو او ولسوالیو کې هم ترسره کړي.