د رسنيو د رپوټونو له مخې، د روسیې په ختيځ کې د کامچاتکا ساحلي سيمه د ریکټر په کچه ۷،۲ درجې زوروې زلزلې لړزولی دی.
تر دغې زلزلې وروسته په سیمه کې د سونامي د راتګ خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د روسیې ځمکپېژندنې علومو ادارې په يو بیان کې ويلي دا زلزله د کامچاتکا ښار به ۱۷۰ کیلومټرۍ کې او د ځمکې په ۸۵ کیلومټر کې شوې ده.
تر اوسه له دغې زلزلې د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.