سمیع الله صدیق
نن د زمري (اسد) میاشتې ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۵ کلیزه ده، افغانان دغه کالیزه په داسي حال کې نمانځي چې نېږدې لویه برخه روشنفکره، تحصیل یافته او په زدکړو سمبال قشر یې له وطن څخه مهاجر دی.
له نن څخه ۱۰۵ کاله وړاندې د ۱۹۱۹ میلادي کال د فبروري په ۲۱مه د لغمان ولایت په کله ګوش کې د افغانستان پاچا حبیب الله خان چې د ماهیو د ښکار لپاره تللی و، په خېمه کې د خوب په حالت کې ووژل شو او پر ځای یې د هغه دویم زوی ۲۷ کلن غازي آمان الله خان پاچا شو.
غازي امان الله خان د کابل په مراد خاني میدان کې چیرته چې پوځ او عام ولسونه راټول شوي وو د فبروري پر ۲۴ په داسي حال کې را څرګند شو چې پر آس سپور وو او توره یې تر ملا تړلې وه. غازي امان الله خان د مراد خاني په میدان کې سرتېرو او ولسونو ته له جوشه ډکه وینا وکړه، د هیواد پوره خپلواکي او د ټولو خلکو آزادي او برابري اعلان کړه.
د مراد خاني پر میدان حاضرو خلکو یې په پوره جوش استقبال وکړ او خپل بیعیت یې ورسره اعلان کړ. غبار په خپل کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) کې لیکي چې د مراد خاني په میدان کې د غازي امان الله خان د وینا پر مهال د جذباتو له امله د خلکو له سترګو اوښکې بهېدې.
ټولو ولایتونو په لسو ورځو کې خپل بیعت د افغانستان نوي پاچا غازي امان الله خان ته واستول.
غازي امان الله خان د همدې کال د اپرېل پر ۱۳مه په کابل کې په یوه عام دربار کې د هیواد خپلواکي په لاندي الفاظو اعلان کړه:
ما خپل ځان او خپل هیواد پوره آزاد، په خپل اختیار او خپلواک اعلان کړ. له دې وروسته به زما هېواد هغسي خپلواک وي لکه د نړۍ نور دولتونه او قدرتونه چې دي. هیڅ بهرنی هیواد به پرې نه ښودل شي چې حق ولري د یوه وېښته په اندازه د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې ګوتې ووهي او که چا داسي وکړل زه تیار یم چې په خپلې دغې تورې سره یې مرۍ پرې کړم.
پوهاند محمد حسن کاکړ په خپل کتاب (د پاچا امان الله خان واکمنۍ ته یوه نوې کتنه) کې لیکي، چې پاچا امان الله خان د خپلې وینا په پای کې برتانوي ایجینټ حافظ سیف الله ته مخ واړول او په نرمه یې ورته وویل، چې (اوه سفیره) ته پوه شوې چې ما څه وویل؟ هغه ځواب ورکړ (هو) زه پوه شوم.
د یادولو وړ ده چې د حبیب الله خان تر وژل کېدو او غازي امان الله خان تر پاچا کېدو وړاندې مشروطه غوښتونکو چې خپله غازي امان الله خان هم ددې غورځنګ کلک ملاتړی وو، په ملت کې د پوره خپلواکۍ ولولې راپورته کړې وې.
د حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د برتانیې حکومت سفیر سر فرانسس همفریز په وار، وار سره په خپلو مکاتبو کې د برتانیې حکومت ته جوته کړې وه چې له پاچا راښکته تر اوښبه پوري ټول افغانان د پوره آزادۍ غوښتونکي دي.
وارټن ګریګوریین به خپل اثر (د معاصر افغانستان هسکېدنه، ستیفورډ پوهنتون ۱۹۶۸، ۲۹۹) کې وایي:
په ۱۹۱۹م کال کې هیڅ واکمن نشوای کولی په افغان ملت باندې په ټینګه حکومت وکړي، خو دا چې د پوره خپلواکۍ لپاره یې ژمنه کړې وي.
غازي امان الله خان د خپل ملت دغه جذبه په ښه توګه درک کړې وه او پوره باور یې درلود چې ټول ملت یې د ځپلواکۍ په جګړه کې تر شا درېږي. که څه هم د نظامي ځواک په لحاظ افغانستان له برتانیا سره اصلا د پرتلې وړ نه و، خو کله چې غازي امان الله خان وپوهېدو چې برتانوي استعمار د افغانستان د خپلواکۍ منلو ته تیار ندی، په ټول هیواد حتی هند کې یې مسلمانان او هندوان د انګرېزانو خلاف بغاوت او د آزادۍ جګړې ته وهڅول.
غازي امان الله خان د مې میاشتې په لومړیو کې پرته لدې چې د جګړې اعلان وکړي، د پېښور، وزیریستانون او کندهار په لوري خپل قوتونه ولېږل. د جګړې له پیل سره انګریزي پوځونه خورا مطمئین ول چې په ډېره اسانۍ سره افغان قوتونه ځپلی شي، خو دا د ډیورنډ کرښې هغې غاړې افغانان وو، چې د پښتونخوا په درو کې یې د انګرېزانو پوځونه تار او مار کړل او پرې یې نښودل چې تر کرښې هغې غاړې ته د خپلو قوتونو ملاتړ ته ځان ورسوي، په وزیریستان کې ولسي خلک تش لاس د زرګونو ککریو په قربانیو سره د برتانوي ځواکونو په مرکزونو ورننوتل، په جنوبي پښتونخوا کې جنرال عبدالقدوس خان کویټي او چمن ته جدي ګواښ متوجه کړ، د کورمې په محاذ کې جنرال نادر خان ټل ونیود او دغه راز کوهاټ او پېښور ته برتانوي پوځونو عملا ګواښ متوجه ولید، د برتانوي حکومت په افشا شویو اسنادو کې په وضاحت سره وموندل شول، چې ددې جګړې په جریان کې برتانوي جنرالانو خپل حکومت ته دا خبره کړې، چې موږ د افغانستان له وسلوال پورځ څخه ډېره وېره نلرو، خو دا قومي ملېشې دي چې زموږ له پوځونو څخه یې لاره ورکه کړې ده.
بالاخره د مې پر ۲۴مه د برتانیې حکومت غازي امان الله خان ته د اوربند وړاندیز وکړ او غازی امان الله خان هم دا وړاندیز ومنل او دواړو لوریو پر مذاکراتو هوکړه وکړه.
د افغانستان او برتانیې هیوادونو استازو په راولپنډۍ کې د جولای له ۱۶مې د آګسټ تر ۸ مې مذاکرات وکړل او بلاخبره یې معاهده نهایي او امضا کړه.
په دې معاهده کې افغانستان د یو خپلواک هیواد په توګه ومنل شو او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د تېر په څېر ډیورنډ کرښه پر خپل ځای پاته شوه او دایې پکې تسجیل کړي و چې په دې برخه کې افغان حکومت د حبیب الله خان توافق تائیدوي، خو په دې سیمو کې د هر راز مداخلې او پوځي حضور په اړه به له افغان لوري سره مشوره کېږي، چې بیا وروسته د برتانیې حکومت دې ژمنې ته ژمن پاتي نشو.
د ډیورنډ کرښې او محکومو افغانانو په حق کې دا ستره جفا وه، دې ولسونو د آزادۍ په جګړه کې ډېره لویه مېړانه نندارې ته وړاندي کړې وه، زرګونه ککرۍ یې قرباني کړې او لا هم تیار و چې د آزادۍ لپاره تر وروستي افغانه جګړې ته ادامه ورکړي. دا د افغان هیئت د مشر سردار علي احمد جان تر ټولو ستره ناکامي وه چې د ډیورنډ کرښې په اړه یې د انګرېزانو غوښتنه ومنله.
میا بهادر شاه ظفر کاکاخیل په خپل کتاب(پښتانه د تاریخ په رڼا کې) لیکي چې غازي امان الله خان په دې اړه ډېر ناخوښه و او له همدې امله یې د افغان پلاوي مشر سردار علي احمد جان له مذاکراتو څخه تر راګرځېدو وروسته سمدستي په خپل کور کې نظر بند کړ او تر ۱۹۲۱ کال پوري نظر بند و.
د یادولو وړ ده چې غازي امان الله خان هیڅ کله د ډیورنډ کرښې هغه غاړه محکوم افغانان هېر نکړل او تل یې د آزادۍ مبارزې ته وهڅول. د برتانوي ښکېلاک یوه اندېښنه همدا وه چې که د غازي امان الله خان پلانونه کامیاب شي او افغانستان په خپلو پښو ودرېږي لومړی اقدام به یې د محکومو افغانانو ملاتړ او د ډیورنډ کرښې ړنګول وي.
غازي امان الله خان په داسي حال کې پاچاهي ته ورسېدو چې ملت سخت د آزادۍ او ترقۍ لېواله و، افغانستان تقریبا د نړۍ او سیمې هیوادونو په پرتله ډېر وروسته پاته و، د سیواد کچه ډېره ټیټه وه، مکتبونه او مدارس په نیشت حساب و، خلک له نړۍ او نویو پیشرفتونو څخه نا خبره وو، ملایان، روحانیون او ملکان د قرون وسطی په طرز فکر په ټولنه کې پر زبېښاک بوخت وو، رسنۍ نه وې، خلکو د سر چوک پر آوازو باور کول، د غازی امان الله خان په حکومت کې د اطلاعاتو لپاره کومه اداره یا وزارت نه و او ده په دې باور درلود چې زما اراده او فکر ډېر واضح دی او ضرورت نشته چې د اطلاعاتو په برخه دې توجه وشي.
غازي امان الله خان د لویي جرګې له لاري په اداسي حال کې د وخت تر ټولو متمدن، د بشر حقونو، دیموکراسي، بیان آزادي او برابري پر بنیاد ولاړ اساسي قانون تصویب کړ چې د نړۍ ډېرو هیوادونو لا اساسي قانون نه درلود.
د غازي آمان الله خان د آزادۍ مبارزې، کارنامو او شخصیت برتانویان سخت ووېرول، په برتانوي هند کې انګرېز چارواکو تل په خپلو مراسلاتو کې دا راپورونه لېږل چې د پاچا امان الله خان د آزادۍ مبارزې او د افغانستان استقلال د برتانیې په مستعمیرو کې سخت جنجالونه پارولي او خلک غازي امان الله خان ته د آزادۍ د اتل په سترګه ګوري، که وضعیت همداسي دوام وکړي په نورو مستعمرو کې هم بغاوتونه پیل کېدای شي.
په هند کې مسلمانانو او هندوانو غازي امان الله خان ته په ډېره لویه سترګه کتل او دا تمه یې درلوده چې یوه ورځ به غازي امان الله خان د هند د آزادۍ لپاره ورځي او دوی به یې د افغانانو په څېر د برتانوي استعمار پر وړاندي ملاتړ کوي. چې په دې برخه کې مؤرخینو ډېر واقعات په تفصیل سره بیان کړي او انګرېزانو تل غوښتل چې حتی غازی امان الله خان د هند له لاري سفرونو ته پرېنږدي.
د غازي امان الله خان د پلانونو او اصلاحاتو به اړه د افغانستان خلک او مؤرخین بېلابېل نظرونه او تحلیلونه لري، لویه برخه یې په دې باور دي چې د غازي امان الله خان اصلاحات او پلانونه د ولس له درک او د افغان ټولنې له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې و او ده باید له حوصلې څخه کار اخیستی وای، په تدریج او تدبیر سره یې دغه پلانونه عملي کړي وای. خو یو شمېر مؤرخین په دې باور دي چې د غازی امان الله خان د پلانونو د ناکامېدو لوی لامل په دولتي دستګاه کې د خاینو کړیو موجودیت، دده د معتمدو کسانو په منځ کې د برتانوي استخباراتو نفوذ، د ملایانو، ملکانو او روحانیونو په امتیازاتو بندولو سره ددې اقشارو عقده او د شخصي ګټو په خاطر د ولسونو پارول و.
غازي امان الله خان د خپل نیږدې لس کلن حاکمیت په دوره کې درې جرګې په ۱۹۲۱، ۱۹۲۴، ۱۹۲۸ کلونو کې را وبللې، دده باور دا وو چې ددې جرګو وکیلانو ته د خپلو پلانونو او موخو د تشریح کولو په پایله کې به دوی خپلو سیمو ته دده پیغام یوسي او په دې توګه به د ولس اعتماد را جلب کړي، خو دغو وکیلانو چې لویه برخه یې ملکان، ملایان او روحانیون و د خپلو شخصي ګټو په خطر کې لېدو په خاطر برعکس د پاچا خلاف منفي پیغامونه سیمو ته لېږدول او خلک یې بغاوت ته رابلل. ځکه د غازي امان الله خان ټول پلانونه د ملک الطوایفي، پرده ګي، اشرافي امتیازاتو او برتري غوښتني پر خلاف وو. غازي امان الله خان غوښتل په ډېره چټکۍ سره هیواد د پیشرفت، سعادت او ولسواکۍ لوري ته سوق کړي، چې په دې کې د ملایانو او ملکانو ګټې له ګواښ سره مخ کېدې.
ددې لپاره چې بحث اوږد نشي، په دې برخه کې د غازي امان الله خان اصلاحاتو، د بغاوتونو راپورته کېدو عواملو، پر هغه واردو شویو انتقادونو، په نظام کې د ننه دسیسو او بالاخره د ملت د ارمانونو نسکورېدو یعنی د غازي امان الله خان جلا وطنۍ او د سقاو زوی واک ته رسېدو باندې لنډه رڼا اچوو:
اصلاحات:
غازي امان الله خان د خپلو اصلاحاتو په لړ کې د انسانانو پېر او پلور بند کړ چې د ټولنې په خاصه توګه د هزاره قوم لخوا له تود هرکلي سره مخ شو. بېګار یې منع کړ او یواځي د سرکونو جوړولو لپاره چې د ټولنې ټولو خلکو ته یې ګټه رسېده بېګار او وړیا کار جایز وباله. د ټولو امورو لپاره یې منظم قوانین وضع کړل، ټول افغانان یې د قانون پر وړاندې برابر وګڼل، د مالیاتو سیستم یې اصلاح کړ او ټول اضافي مالیات یې لغوه کړل، د فساد پر وړاندي یې جدي مبارزه پیل کړه، د هېواد په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره کلنۍ بودجه تصویب کړه، مرکزي او ولایتي شوراګاني یې رامنځته کړې، د ملکانو، ملایانو او شاهي کورنۍ د غړو امتیازات یې لغوه کړل، نوي سرکونه یې جوړ کړل، زاړه سرکونه یې ترمیم کړل، د مخابراتو او ارتباطاتو په پرخه کې یې نوې پروژې پر لاره واچولې، د پوسته خانې سیستم یې بهتر کړ او د لومړي ځل لپاره افغانستان له نړیوال پوستي سیستم سره وصل شو، د هوانوردۍ په برخ کې یې د پام وړ پرمختګ ته زمینه برابره کړه او د رېل پټلۍ تېرولو چارې یې ګړندۍ کړې.
غازي امان الله خان باور درلود چې د هېواد تر ټولو لویه ستونزه یې بېسوادي او د پوهنې کچې ټیټوالی دی، د پوهنې په برخه کې یې په کمو امکانانتو پراخ پلانونه تر کار لاندې ونیول، د ښځو لپاره یې د مستورات لومړی ښونځی پرانیستل او د هیواد په کچه یې د پوهنې او روزنې په برخه کې پراخ اصلاحات پیل کړل. غازی امان الله خان به تل دا خبره کوله چې بې سیواده مور نشي کولای سالم اولاد ټولنې ته تقدیم کړي او له همدې امله یې د ښځو تعلیم ته ځانګړې توجه کوله. د هیواد په تاریخ کې هیڅ مشر دده په اندازه تعلیم او پوهنې ته توجه نده کړې.
د تعصب له منځه وړلو او ملي یووالي د ټینګښت لپاره یې پراخ اقدامات پیل کړل، د پښتنو، دري ویونکو او هندوانو جلا شوونځي یې له منځه یووړل او امر یې وکړ چې ټول باید په یوه ښوونځي کې زدکړي وکړي. د ټولنیزو توپیرونو او برتریو لمنځه وړلو لپاره یې رغنده اقدامات ترسره کړل.
غازي امان الله خان د بیان آزادي او مطبوعاتو په برخه کې ستر انقلاب رامنځته کړ، به لوی لاس یې خلک تشویق کړل چې د مطبوعاتو له لارې خپل نظرونه شریک کړي او پر حکومت نیوکې وکړی، تر ننه پوري چې په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان آزادۍ به برخه کې کوم څه لیدل کېږي دا د ازادۍ د اتل او پوهنې، روښنایۍ او ترقۍ د ستر ارمانجن غازي امان الله خان له برکته دي. ګریګوریان ص ۲۴۰-۲۴۱
په کال ۱۹۲۰ کې په جلال اباد کې اتحاد مشرقي په خپرونو پیل وکړ او په همدې کال کې په هرات کې د اتفاق اسلام په نوم اخبار له چاپ څخه راووت. د هېواد په شمال کې د بیدار په نوم اخبار او په مزار شریف کې اتجاد اسلام اخبار خپرونې پیل کړې. په ۱۹۲۱ کال کې په بغلان کې اتحاد بغلان، په ۱۹۲۲ کې په قطغن کې اتحاد خان اباد، په کال ۱۹۲۱ کې په کندهار کې طلوع افغان، په کوهستان کې ستاره افغان په خپرونو پیل وکړ.په کال ۱۹۲۳ کې په کابل کې د حقیقت په نوم اخبار له چاپه راووت او پر همدې کال د انیس په نوم ورځپاڼې په پښتو ژبه خپرونې پیل کړې. ګرېګوریان ص ۲۴۵
د بغاوتونو پیل کېدل:
د غازي امان الله خان د اصلاحاتو او ترقي غوښتونکو پلانونو پر وړاندي تر ټولو لویه ننګونه ملکان، ملایان او روحانیون و چې په مشروطیت، انساني آزادیو او ولسواکي کې یې خپلې ګټې په خطر کې لیدې او دغه راز یې غازي امان الله خان ځانګړي امتیازونه لغوه کړي و. دوی له لومړیو څخه ددې پلانونو مخالف و.
د کندهار ملایانو او قاضیانو د غازي امان الله خان د پاچاهي په لمړیو کې د مشورطه غوښتونکو په اړه د کفر فتوا صادره کړه. حقیقت التواریخ ص ۳۸۷-۳۸۹
دغه راز ملایانو، روجانیونو او ملکانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې له ممبر او خپل نفوذ څخه په کار اخیستلو سره پراخ تبلیغات پیل کړل، د هیواد تقریبا ټول وګړي بېسیواده، له دنیا څخه ناخبره او د پوهې او علم په ارزښت نا پوهه وو، چې ډېر په اسانۍ سره یې د خپلو تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راوستل. غازي امان الله خان د خلکو د اذهانو د روښانتیا او خپلو پلانونو د توجه لپاره متقابل وسایل او ظروف په لاس کې نلرل او ځیني مؤرخین په دې باور دي چې لازمه پاملرنه یې دې برخې ته ونکړه څو ددې اقشارو د زهرجنو تبلیغاتو مخه ډب کړي.
دغه راز په پوځ کې پراخو بدلونونو، د مسلکي او تجربه لرونکو افسرانو او پوځیانو ګوښه کول، په پوځي نظام کې نوي تغیرات راوستل، له دې بدلونونو سره د سپه سالار نادرخان مخالفت او د محمود طرزي لخوا پر دغو اصلاحاتو تاکید ددې باعث شول چې ملکي اداره او نظامي برخه یو له بل سره په ټکر کې شي او په نظام کې ښکاره درز پیدا شي.
برتانوي ښکېلاک دا هرڅه له نیږدې څخه څارل او له فرصت څخه په استفادې سره یې پر ملایانو، روحانیونو او ملکانو پانګونه پیل کړه. تبلیغات پراخ شول، په خوست کې ملا عبدالله او ملا عبدالرشید ښورښ پیل کړ، منګلو او ځاځیو په سمدستي توګه ددې ښورښونو ملاتړ پیل کړ، د ښورښونو لړۍ ډېره ژر تر لوګر او غزني پوري ورسېده، د ښورښونو په نتیجه کې ښارونه او کلي چور شول، حکومتي خزانې او جبه خانې د یاغیانو لاس ته ورغلې.
ښورښونو هغه وخت سیاسي رنګ پیدا کړ چې د امیر محمد یعقوب خان زوی عبدالکریم د ښکېلاک په لمسون له هند څخه ځان په پټه خوست ته ورسول، له ښورښیانو سره یوځای شو او ځان یې پاچا اعلان کړ.
بالاخره دغه ښورښونه په ۱۹۲۵ کال کې وځپل شول، ګڼ کورونه بمبار شول، زرګونه کسان ووژل شول او زخمیان شول، ملا عبدالله چې به حکومتي تبلیغاتو کې ګوډ ملا یادیده او ملا عبدالرشید ونیول شول، د ۵۳ نورو یاغیانو په ګډون اعدام شول او عبدالکریم بېرته هند ته وتښتېدو.
دغو اعدامونو او ښورښونو په ولس کې عقدې را وپارولې، دغه راز ددې بې نظمیو په نتیجه کې د غازي امان الله خان اداري اصلاحاتو خپل رنګ له لاسه ورکړ، یوه مشخصه حلقه دده په شا او خوا راتاو شوه چې پاچا یې په خلا د معلوماتو کې ساتل او اداري فساد ورو، ورو بېرته په زیاتېدو شو او د ولس او نظام ترمنځ ورځ تر بلې فاصلې پراخوالی پیدا کړ.
د ۱۹۲۸ عمومي بغاوت:
په ۱۹۲۸ کال کې په هېواد کې عمومي بغاوت پیل شو چې د هغه په پایله کې د غازي امان الله خان سلطنت سقوط وکړ.
غازي امان الله خان د خپلو نیږدې متعهدو ملګرو په له لاسه ورکولو سره تر ځان ډېر مفسد او دده د اصلاحاتو دښمن کسان راټول کړل، په حکومتي دستګاه کې فساد اوج ته رسېدلی و او پاچا د معلوماتو په خلا کې ساتل کېدو.
په همدې شرایطو کې چې وضعیت خورا حساس و، ملایانو، روحانیونو او ملکانو د نظام ضد پراخ تبلیغات پیل کړي و، غازي امان الله خان په شپږ میاشتني سفر بهر ته روان شو.
د ایران، روسیې، ترکیې په ګډون یې ګڼو اروپایي هیوادونو ته سفر وکړ، دی لا په سفر بوخت و چې د ملکه ثریا بربنډ جعلي انځورونه د استعماري استخباراتو لخوا قبایلي سیمو ته ورسېدل او ملایانو یې په اړه خورا زهرجن تبلیغات پیل کړل. غازي امان الله خان له دې هرڅه څخه د سفر پر مهال خبر شو او تمه کېده چې سفر پای ته ورسوي او هیواد ته راستون شي، خو ده خپل سفر ته ادامه ورکړه او په غربي نړۍ کې د پېشرف او ترقۍ په لیدلو سره له لویو آروزګانو او پلانونو سره شپږ میاشتې وروسته هیواد ته راستون شو.
په هیواد کې د ترقۍ، پوهې او خپلواکۍ دښمنانو خپل کار کړی و، د عمومي بغاوت لپاره د کورنیو عناصرو او استمعماري شومو دسیسو په ترڅ کې فضا اماده شوې وه.
پاچا د ۱۹۲۸ کال د جون په ۲۷مه کندهار ته په رسېدو سره خورا احساساتي وینا وکړه او د نویو اصلاحاتو او پرمختیایي پلانونو اعلان یې وکړ.
کابل ته په راستنېدو سره غازي امان الله خان د ولس له ګرم هرکلي سره مخ شو، آن زرګونه ښځې په کابل کې دده استقبال ته را وتلې وې.
غازي امان الله خان په پغمان کې لویه جرګه را وبلله چې ۱۰۰۱ کسانو پکې ګډون کړی و، جرګې ته یې خپل پروګرامونه تشریح کړل، د بهرنیو برسونه خبره یې وکړه، بهرنیو هیوادونو ته یې د محصلینو خصوصا نجونو دلېږلو خبره وکړه او د سټېج پر سره یې د ملکه ثریا او خپلې خور مخونه لوڅ کړل، چې په دې سره یې ملایانو او روحانیونو ته د کفر د فتوا لپاره کافي اسناد په لاس ورکړل.
په همدې کال کې نیږدې ۴۰۰ علماوو د حضرت مجددي په شمول د غازي امان الله خان د کفر فتوا ورکړه، حکومت دومره کمزوری شوی وو چې په شمالي، کوه دامن، چاریکارو..کې د سقاو زوی حبیب الله کلکاني او ورسره قطع الطریقانو لویي لارې نا امنه کړې وې او دغه راز په شینوارو کې بغاوت وشو چې د سترو بغاوتونو لپاره یې لاره پرانیستله.
ملایانو او روحانیونو په کلیو او ښارونو کې خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړ، چې حکومت اذانونه بندوي، یا پاچا کوم ملنګ ته سپکاوی کړی دی. بحران ونجات ص ۵۵
یوه اوازه دا خپره شوه چې پاچا له اروپا څخه د مړو سوځولو ماشین راوړی دی، بله اوازه دا خپره شوې وه چې پاچا له مړو څخه صابون جوړوي. عامو خلکو به ویل چې ماړه خلک او خانان په ۳۰ روپۍ سوځوي او غریبان وړیا سوځوي او ملایان د ناروغیو د خپراوي د مخنیوي لپاره سوځوي. سټیوارټ ص ۳۹۳
د مشرقي ښورښونه لا روان وو، د سقاو زوی حبیب الله چې دا وخت یې په پاړه چنار کې سماوار کاوه ځان کوه دامن ته ورسول او د لارو په وهلو او امنیت په خرابولو یې پیل وکړ.
د سقاو زوی به لوی کاروانونه لوټل، خلک به یې تښتول په غرونو کې به یې ساتل او د ډېرو پیسو په مقابل کې به یې بېرته خوشي کول، حکومتي چارواکي هم په دې معاملو کې ورسره شریک شوي ول، بالاخره خبره دې ځای ته ورسېده چې د سقاو زوی له مزار شریف څخه کابل ته لېږدېدونکې دولتي خزانه وتښتوله او غرونو ته یې یووړه، حکومت زور ووهل وس یې ونه رسېدو، د سقاو له زوی سره یې مذاکرات وکړل، ټول ګناهونه یې ورته معاف کړل، د جنرالي رتبه او ګڼ شمېر وسلې یې ورکړې د کال یې ۳۰ زره افغانۍ ورته ومنلې.
وروسته پاچا د یوه جنرال په توګه د مشرقي بغاوتونو د ځپلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه او د سقاو زوی له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو پر دولتي امکاناتو سرباز ګیري شروع کړه او خپلو سربازانو ته یې دولتي اسلحې ووېشلې او بالاخره یې پر کابل برید وکړ. محمد علی ص ۲۳-۲۴
په دغه وخت کې د تګاب امنیت ډېر خراب شو او د تګاب خلکو هم بغاوت پیل کړ، حتی د تګاب اخندزاده صاحب چې تر دې مهاله د غازي امان الله خان سخت ملاتړی و له باغیانو سره یوځای شو.
د ژمي په یوه سړه شپه کې څو تنه خانان او د سقاو زوی د ملا ویس الدین په کلا کې سره راټول شول. دوه تنه ملایان یې ورسره بوتلل، د سقاو د زوی ملا یې ور وتړله او هغه یې د پاچا په حیث اعلان کړ. بحران ونجات ۸۷
د سقاو زوی حبیب الله کلکاني په سبا خپله پاچاهی د کلکان او کوهدامن خلکو ته اعلان کړه او د کابل په لور یې له خپلو قواو سره حرکت پیل کړ. د ۱۹۲۸ کال د ډیسمبر پر ۱۳ یې د ډزو غږونه په کابل کې واورېدل شول. ددفاع په وزارت کې د مقاومت توان نه وو او ځینو درباریانو په همدې وخت کې هم پاچا ته کاذبه دلداري ورکوله، خو پاچا پوهېدلی وو، چې د پوځ باتجربه افسران او د آزادۍ د اخیستلو هغه غیرتي سرتېري یې د یو نا سالم تصمیم په ترڅ کې له ځانه لري کړل او خپله ناتواني یې درک کوله.
غازي امان الله خان د جنوري پر ۱۴مه استعفی وکړه او د کندهار پر لور وخوځېدو، د سقاو د زوی قواوې کابل ته ننوتلې او د خادم دین رسول الله په نوم یې پاچاهي پیل کړه.