د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په پکتیکا ولایت کې د پلتوني اوبو بند د جوړلو چارې پیل شوې او ورسره به سلګوه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي، طالبانو دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد لپاره زراعت او د زراعت د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي.
هغه ویلي، همدې موخې ته د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتونو کې نیولی او پر پانګوالو یې غږ کړی چې د اوبو مدیریت په برخه کې پانګونه وکړي.
برادر د معلوماتو له مخې، د پلتوني بند په جوړېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره، شاوخوا ۲۵ میلیونه مترمکعب اوبه به زېرمه، ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.