د انجونو پر زده کړو بندیز، په کمعمر کې د افغان انجونو ودولو، دود چټک کړی
وروسته له هغې چې کورنۍ يې، د انجونو پر زده کړو د بندیز دوام ناهیلې کړه، د هغې د واده پريکړه يې وکړه.
لیمه( مستعار نوم) اوس اېله د ۱۵ کلونو ده، خو واده يې تېر کال شوی.
هغه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار، یوه دولتي ښوونځي کې له اومه څخه اتم ټولګي ته تازه بریالۍ شوې وه چې، جمهوري حکومت سقوط وکړ او د طالبانو په بیا واکمنېدو يې پر مخ د ښوونځي دروازې وتړل شوې.
” ما ډېره زیاته تمه درلوده چې ښوونځي به خلاص شي؛ خو بدبختانه داسې ونه شول. دا چې زه چې له وړوکوالي د کاکا د زوی په نوم شوې وم،د کاکا کورنۍ مې پرېکړه وکړه زه يې واده کړم. که څه هم ما ډیره وویل چې نه غواړم اوس واده وکم خو دوی مجبوره کړم، ټول راته ويل چې د انجونو ښوونځي نه خلاصېږي بايد واده وکړې.”
لیمه وايي، د واده د یوه کال په تېرېدو سره لا هم نه پوهیږي چې، راتلونکی به يې څنګه وي.
هغه وايي: ” زه اوس د دریو میاشتو حمل لرم، زه ډیره بیریږم ځکه نه پوهیږم زما ماشوم به څنګه دنیا ته راځي او زه به یې د لویولو مسولیت څنګه په غاړه اخلم.”
دا وايي ډېره ورته سخته وه او نه پوهیده چې د خپل خاوند او د خسر د کورنۍ له نورو غړو سره کوم ډول چلند وکړي ځکه د دې په خبره یو دم او ناڅاپه له دغه ډول حالت سره مخ شوه.
لیمه یادونه کوي چې، د واده په لومړیو میاشتو کې د ګډ فامیل د مسولیتونو په مدیریت نه پوهېده، ځکه خو يې په وينا ډېرې سختې شپې ورځې تېرې کړي دي.
لیمه پنځه خویندې لري چې، په ونیا يې یوه بله خور يې هم په کم عمر کې واده شوې ده.
“زما درېیمه خور داسې ورکړل شوې وه چې ان موږ هیڅوک نه وو خبر. پلار مې د ماما په کور کې د د هغې د واده پرېکړه کړې وه. هغه اوس واده ده او زه پوهېږم چې په خپل ژوند کې خوشحاله نه ده، خو د خپلو اولادونو لپاره د خاوند په کور کې ژوند تیروي. خاوند یې ډیر وخت په ایران کې مسافر وي، د خسر کورنۍ یې د واده په لومړیو کلونو کې پرې ډیر ظلم کولو ، اوس ښه ده څوک پرې ظلم نکوي خو ځواني یې تیره شوه.”
د تخار ولایت یوه اوسېدونکې چې، نه غواړي په دې راپور کې يې نوم ذکر شي، ورته داستان لري.
هغه د ۱۶ کلونو په عمر ده او وروسته له هغې چې، د انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، کورنۍ يې د واده پرېکړه وه.
هغه په خپلو خبرو کې وايي: “زموږ کورنیو ته د کم عمره انجونو ودول د ماشومانو د لوبو په رقم ښکاري، خو کله چې پر دغو کم عمر د ولادت دردونه راشي پوهیږې چې ژوند یې حقیقی دی او لا لوېې شوي نه دي. زه په کم عمر کې واده شوم اوس مې لور د څو میاشتو ده. ما ډېرې سختې ولېدلې، د ولادت د ورځې دردونه به مې په ټول ژوند کې هېر نه شي.” ژړا….
هغه وايي، که طالبانو د انجونو پر زده کړو بندیز نه وای لګولای، دهغې په ټکو: ” هیڅ امکان يې نه درلود چې واده شوي وای”
۳۶۱ پېښې
د افغانستان بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر یا سیګار وايي، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې په جبري توګه د کم عمره انجونو ودول ډېر شويدي.
سیګار د تېر ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر په ۲۲ مه په خپل تازه راپور کې د ملګرو ملتونو له قوله وايي:
” د ۲۰۲۱ کال را وروسته په افغانستان کې ۳۵ فیصدها نجونو د اتلس کلنې عمر ته تر رسېدو مخکې او ۱۷ فیصده نورو ۱۵ کلنې ته تر رسیدو دمخه په جبري ډول واده شوي دي. “
د سیګار د راپور پر بنسټ د 2022 م کال د ډسمبر او د 2023 م کال د فبرورۍ د میاشتو ترمنځ د جبري ودونو ۵۷۸ قضیې ثبت شوي چې، له دې ۳۶۱ یې په کوچني عمر کې د دودونو قضیې وې.
د بشري حقونو فعالان او کارپوهان:
د ښځو د حقونو فعاله وږمه توخي وايي، سره له دې چې د افغانستان په ځينو محدودو سیمو کې د کمعمر انجونو د ودولو دوه اوږده مخینه لري خو د هغې په ټکو : “د طالبانو لخوا پر مېرمنو د محدودیتونو د وضع کېدو او ښوونځيو تړل کېدو په کم عمر کې د انجونو د ودونو خطر ډېر کړی دی.”
اغلې توخي وايي، ” متاسفانه له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان د نجونو ودول په کم عمر کې، په بدو کې د ښځو ورکول او همدا رنګه جبري ودونه زیات شوي دي. دا ښکاره خبره ده کله چې په یو ټولنه کې د نجونو په زده کړو بندیز وي، نو هلته به خامخا د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي زیات وي.”
د مېرمنو د حقونو دغه فعاله، له طالبانو غواړي چې د نجونو په زده کړو بندیز پای ته ورسوي، ترڅو په هيواد کې د نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو مخه ونېول شي.
د ښځو د حقونو بله فعاله برېشنا صافۍ بیا د وړو انجونو ودول د ماشومانو او نجونو له حقونو ښکاره سرغړونه بولی او وايي پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته دا چاره تېزه شوېده.
اغلې برېشنا صافۍ وايي، د کمه عمره انجونو د ودولو د دود د مخنیوي لپاره باید جدي مبارزه پيل شي.
“د کم عمره نجونو ودول په افغانۍ دودیزه ټولنه کې له بده مرغه تل رایجه وه، خو په وروستیو دوه کلونو کې د زده کړو څخه د نجونو محرومیت، ټولنیز فشارونه، د کورنیو خراب اقتصادي وضعیت او کله کله د حاکمې ډلې د غړو له لوري د زور او اجبار د ودولو له ویرې لیدل کیږي چې ډیری کورنۍ چې فکرا د وړو نجونو ودولو ته اماده نه وې خو اوس د کم عمره نجونو ودونو ته غاړه ږدي.”
د ډاکټرانو اندېښنې:
يو شمېر روغتیاپالان، اندېښنه ښيي چې، په کم عمر کې د انجونو واده به په افغانستان کې د زیږون پر مهال د مور ماشوم د مېرمنې سلنه لوړه کړي.
د نسايي او ولادي برخې متخصصه فرشته پوپلزۍ پر دې سربېره وايي،په کم عمر کې د انجونو ودول، نه یوازې د هغوی پر جسمي او رواني روغتیا بد اغېزه لري، بلکې ماشومان به يې د مرګ له ګواښ سره مخ وي.
“په کم عمر کې د یوې نجلې میندواره کیدل د حمله دوره”سیکل”خپله پر یوې ښځې فشار وي. هرموني بدلون یې بدن کې پیداکیږي او یو نوی ژوندی موجود یې په بدن کې وده کوي دا بدلون ځان سره رواني ستونزې او د ډیرو کم عمره میندو د مړینې لامل کیږي،او که ولادت یې موفق هم وي په ډیرې سختې یې ماشوم پیدا کیږي چې تر ډیره حده موږ د دوی عملیات ته مجبوریږو .”
ډاکټره پوپلزۍ وايي، له لومړي ولادت وروسته د کم عمره نجلۍ لپاره ډېره سخته وي چې خپل ماشوم په سم شکل رالوی کړي، ځکه د دې په خبره میندې خپله تقریبا د ماشومتوب عمر لري.
د تېر جمهوري حکومت او نړیوال قوانین:
په کم عمر کې ودونه په افغانستان کې یو له پخوانیو ناوړه دودونو څخه دي.
خو د معلوماتو پر اساس د تېر جمهوري حکومت پر مهال، د قوانینو په رامنځ ته کېدو سره د نورو دغسې بدو دودونو د مخنيوي ترڅنګ، د کم عمره انجونو د ودولو دود هم په ورکېدو کړ.
همدا شان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني میرمن رولا غني په مشرۍ په افغانستان کې د ماشومانو او له وخت مخکې د ودونو له منځه وړلو لپاره ملي عملیاتي پلان جوړ شو.
اغلې رولا غني هغه مهال د دغه پلان د تشریح په غونډه کې له کورنیو غوښتي و چې، د کم عمره انجونو د ودولو مخه ونیسي او ودونه باید د دواړو لورو په توافق وشي.
“د افغانستان د مدني قانون ۷۱ مې مادې له مخې د نجونو لپاره شپاړس او د هلکانو لپاره اتلس کلني د واده لپاره قانوني عمر ټاکل شوی دی.”
د مدني قانون پر بنسټ د دې قانون له ۷۱ مې مادې څخه سرغړونه قانوني جبرم بلل کیږي.
که څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هغه مهال پر دې قانون له امله انتقاد کړی و چې، د “هلک او نجلې ترمنځ په کې ولې د عمر تفاوت موجود دی”، خو په دې قانون کې بدلون رانغې.
دغه شان په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې د هغو کسانو لپاره چې تر شپاړس کلنۍ دمخه ودونو ته اړ ایستل کېږي، مجازات ټاکل شوي دي.
د افغانستان د جزا کوډ د نافذه قانون ماتوونکو ته له دوه تر پنځه کلونو د حبس موده ټآکلې ده.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال توشیح شو.
په دغه قانون کې تر قانوني سن د کم عمر لرونکو نجونو ودول، جبري ودونه، د ښځو پلورل او پېرېدل، په بدو کې د نجونو ورکول چې د ستونزو د حل په هدف کېږي او پر هغوی جنسي تېری جرم ګڼل شوی دی.
د ماشومانو د حقونو نړیوال کنونسون لومړۍ ماده وايي چې، له اتلس کلونو کم عمر لرونکي ټول کسان ماشومان دي. د دې قانون په ۳۴ مه ماده کې راغلي چې له ماشوم له هر ډول جنسي استفاده منع ده.
د دې ترڅنګ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې۱۶ مې واده یوازې قانوني سن ته رسېدل ،کامل اختیاراو د دواړو رضایت سره مجاز ګڼلی دی.
د تېر حکومت د بشري حقونو خپلواک کمسیون هغه مهال په کم عمر کې او په زوره د نجونو د ودولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
دغه کمیسیون ویلي و چې، په افغانستان کې داسې قضیې هم ثبت شوي دي چې په ۷ کلنۍ کې نجلۍ واده کولو ته مجبوره شوې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون. “په افغانستان کې شپیته په سلو کې انجونې په جبري ډول او یا هم په کوچنیوالي کې واده کولو ته اړ کیږي.”
نړیوالې اندېښنې:
که څه هم د طالبانو د حکومت پر مهال د جبري او کم عمره ودونو دقیق شمېر نه دی معلوم خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیر کال په یوه راپور کې ویلي چې، د طالبانو له واک ته رسېدو او په افغانستان کې د بېوزلۍ له اوج ته رسېدو وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره افغان ماشومانې په پیسو ورکړل شوي دي.
ورځپاڼې لیکلي، د بېوزلۍ له کبله نه یوازې ډېر شمېر ماشومان کار کولو ته اړ شوي بلکې په کم عمر لسګونه زره ماشومانې د پیسو په خاطر په لویانو واده شوي دي.
د دې ترڅنګ روان لمریز کال په حمل میاشت کې چې ښوونځي په کې پیلیږي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې سیف ده چلډرن ویلي، که طالبان د نجونو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه سمدتسي لیرې نه کړي؛ نو د ماشومانو ودونه او بېوزلي نوره هم زیاته شي.
سیف ده چلډرن ویلي و” له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې ملیونه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې، په متوسطه ښوونځیو او لېسو کې زدهکړې کولې، د تعليم له حق څخه محرومې شوې دي. “
نړیواله ستونزه:
د کارپوهانو په باور په کم عمر کې د انجونو ودول د ټولني یو تریخ واقعیت دی چې د افغانستان په ګډون ښايي د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو ورسره مخ وي. که څه هم دا ښايي د افغانانو لپاره کومه نوې خبره نه وي، خو د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو په کم عمرۍ د انجونو ودول زیات شوي دي.
له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونونو د انجونو پر زده کړو او تحصیل بندیز او په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د مېرمنو د کار مخنیوی، په دې هیواد کې د بېوزلۍ د زیاتېدو لاملونه هم بلل کېږي.
اخوا بیا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق “یونیسف”د روان میلادي کال د اپریل پر ۲۰ مه یو راپور کې ويلي و چې، په افغانستان او د سویلي اسیا په نورو هېوادونو کې ۲۹۰ میلیونه کم عمره نجونې په زور ودونو ته اړې شوي دي.
یونیسف په خپل دغه راپور کې ویلي چې، دا شمېره په نړۍ کې تر ټولو لوړه شمېره ده او د نړۍ د ټولو ناوېانو ۴۵ سلنه جوړوي. د یونیسف په وینا، د کرونا وبا وروسته، د نجونو پر زده کړو بندیز او اقتصادي بحران د کم عمره انجونو د ودونو اصلي لاملونه دي. د یونیسف موندنې ښیي چې ډیری مور او پلار خپلې لوڼې د یو بار په سترګه ګوري او واده د دوی لپاره غوره انتخاب ګڼي.
د طالبانو معلومات
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کم عمره انجونو د ودونو د زیاتوالي یا شمېر په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو کابو څلور میاشتې مخکې يې د احصایې او معلوماتو ادارې په هېواد کې ۳۸.۹ سلنه انجونې چې له ۱۸ کلونو کمعمر لري، متاهلې ښودلې وې.
د دغه ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ کال کې د څو شاخصونو کلستر په سروې کې چې د یونېسف په همکارۍ او مالي ملاتړ ترسره شوي، ويل شوي، په هلمند او هرات کې تر ټولو زيات د کمعمر ودونه ۵۲.۲ سلنه او په کابل کې ۲۷.۶ سلنه ده چې اوسمهال د دغو ښځو عمرونه د ۲۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، له ۲۰ تر ۲۹ کلنو ښځو کې ۹،۶ سلنه یې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي. د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې دا هم لیکلي چې، د ښځو تر منځ د کمعمره ودونو کچه په کلیو کې ۴۰ عشاریه ۹ او په ښارونو کې ۳۳ عشاریه ۳ سلنه ده.
پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیلېدو را وروسته له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د انجونو په هر ډول زده کړو پر بندیز سربېره، مېرمنې نهشي کولای په ادارو کې کار او له شرعي محرم پرته سفر وکړي. د کارپوهانو په باور او د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر اساس پر افغان مېرمنو او انجونو همدې بندیزونو، په کم عمرۍ کې د انجونو ودونو ته يې زمینه برابره کړې ده.