د جنوبي وزیرستان بدر سیمې خلک وايي چې په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ او وسلوالو ترمنځ د نښتو له امله ګڼ شمېر کورنۍ د کورونو پرېښودلو ته اړ شوې دي.
د سیمې خلک وایي، څو ورځې وړاندې په مانتوی سیمه کې وسلوالو د پاکستانی عسکرو پر یو نظامي مرکز برید وکړ او له هغه وروسته پاکستاني پوځ په دې سیمه کې عملیات پیل کړي، له سپکو او درنو وسلو کار اخلي چې په سیمه کې یې ګڼ شمېر کورونه هم تر برید لاندي راوستي.
د رسنیو د راپورونو له مخي د مانتوی سیمې په برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي و او ۲۹ نور ټپیان وو.
پاکستاني طالبانو په یوه بیان کې ویلي، چې په جنوبي وزیرستان کې د پوځ عملیات ددوی دا ادعا ردوي چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه لري.