ملګري ملتونه: د طالبانو بندیزونو د ښځو لپاره ظالمانه چاپېریال رامنځته کړی دی
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د ښځو د حقونو ترپښو لاندي کول په پرله پسې توګه روان دي او ورځ تر بلې سختېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ملاتړ یا جنډر د انډول ادارې ( Un Women ) ویلي چې طالبانو په خپله روانه درې کلنه واکمنۍ کې د ښځو د حقونو محدودولو په برخه کې ۷۰ فرمانونه او لارښودونه صادر کړي چې د افغان مېرمنو لپاره یې ظالمانه او له کړاوونو ډک چاپېریال رامنځته کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې دښځو پر بنسټیزو حقونو او ازادیو بندیزونه لګول شوي چې د ښځو ورځینی ژوند یې هدف ګرځولی دی. افغانستان له ګڼو کړکېچونو سره مخ دی چې د جنډر ستونزه یې لا ژوره کړې ده.
ملګري ملتونه وایي، د ښځو او انجونو پر تعلیم، کار او ټولنیز ژوند ژورو محدودیتونو افغان ښځې پر کور دننه او بهر سختې اغېزمنې کړې.
د ښځو حقونو فعاله فاطمه اعتمادي کابل ټیلیګراف ته وویل، درې کاله کېږي چې افغان مېرمنې له تدریجي مرګ سره مخ دي او ورځ تر بلي حالات د خرابۍ خواته روان دي.
آغلې اعتمادي وایي، نړیوالې ټولنې په تېرو درېو کلونو کې یواځي اعلامیې ورکړي، د ښځو حقونو په برخه کې یې هیڅ موثر ګام ندی پورته کړی. نومړي وایي افغان مېرمنې تمه لري چې نړیواله ټولنه د طالبانو د ظالمانه بندیزونو پر وړاندې ددوی د حقونو او ازادیو په برخه کې موثر ګامونه واخلي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې د طالبانو د ظالمانه محدودیتونو پر وړاندې د افغان مېرمنو د مبارزې ستاینه شوې.
د نړیوالې ټولنې د ښځو ملاتړ ادارې په راپور کې راغلي، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې ډېرې ګوښه شوې، او زیاتوي چې په راپور کې اتلس سلنه پوښتل شویو مېرمنو ویلي چې په تېرو درېو میاشتو کې یې له کوره بهر له هیڅ مېرمنې سره ندي کتلي.
په راپور کې راغلي چې د افغان مدني ټولنې بنسټونو د پیاوړي کولو په موخه دې لا زیاتې مرستې وشي او په افغانستان کې دې د جنډر برخې له پورژو څخه ملاتړ لا پیاوړی شي.
دغه راپور زیاتوي چې، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د جنډر پر بنسټ د تاوتریخوالي کچه پکې خورا لوړه ده، ددې توپیري چلند له عادي کولو څخه دې په کلکه ډډه وشي او د بشري حقونو موضوع ته دې د حکومتولۍ په ټولو برخو کې جدي پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو امربالمعروف وزارت تېره ورځ په یوه غونډه کې ۵۰۰۰ ښځو ته د میراث ورکړه خپله د دریو کلنو لویه لاسته راوړنه یاده کړه.