په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) رییسې روزا اوتنبایوا ويلي چې له مذهبي لږکيو سره د تړلو افرادو د بشري حقونو په شمول د بشري حقونو ترویج او ملاتړ د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هیوادونو دنده ده.
دا څرګندونې اوتنبایوا تېره ورځ د تروریزم د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالې ورځې او همدا راز د مذهب یا عقيدې پر اساس د تاوتریخجنو اعمالو د قربانیانو د یاد د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
هغې ویلي: «موږ دا ورځې د هغو افغانانو په یاد په ځانګړي درناوي سره لمانځو چې د څو لسیزو په شخړو کې وژل شوي او يا يې خپلوان بایللي او هیله لرو چې هغوی خپل بشپړ انساني حقونه تر لاسه کړي او په دې سره دا کړاو پای ته ورسېږي.»
د یوناما رییسې ويلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دې نړیوالو لمانځنو له لارې واضح پیغام ورکوي چې د سولې د تر لاسه کولو په لړ کې د خبرو-اترو ملاتړ کوي او د تروریزم قربانیان د سولییزو ټولنو د مهمې برخې په توګه یادوي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۷ کال پر مهال په یوه پرېکړهلیک کې د اګست ۲۱ د تروریزم د قربانیانو یاد او د هغوی درناوي ته ځانګړې کړې ده.