په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازې رافیلا یودیچه ماموریت پای ته ورسېد او تېره ورځ یې د طالبان د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر سره د مخ ښیې لېدنه کړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا په اعلامیه کې راغلي چې هغې له افغانانو سره د دې ټولنې د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، دغه ټولنه کوښښ کوي چې د دوحې د درېیمې ناستې شوې ژمنې عملي شي.
هغې ویلي، اروپايي ټولنه د افغانستان له پوهنیز سیسټم سره مرستو او د ښوونځیو رغولو ته چمتو ده.
د طالبانو ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په هېواد کې د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې ماموریت ګټور بللی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو برخه کې د اروپايي ټولنې ونډه د پام وړ ده.
رافیلا په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستا لپاره د اروپایي تولنې د استازې په توګه ګمارل شوې وه.