د لوېدیځ جرمني په سولینګین ښار کې د صنعتي ښار د تاسیس د ۶۵۰ کلیزې په مناسبت نامنځ غونډه کې، یوه کس د چړې په وسیله برید کړی چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دی.
سولینګین د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی، چې ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.
د راپورونو له مخې، دا برید د جمعې په ماښام داسې حال کې شوی، چې د دې صنعتي ښار د تاسیس ۶۵۰ مې کلیزې نمانځنې مراسم روان وو.
د یادو مراسمو پر مهال یو کس پر ګډونوالو د چړې برید کړی او په هر هغه چا به یې ګوازر کاوه چې په مخه به ورتلل.