خبرونهنړۍ

د جرمونو نړیوالې محکمې د بنیامین نتنیاهو د نیولو غوښتنه کړې

د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیانو او د دغه هېواد د دفاع وزیر یواو کالانت د نیولو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه د جرمونو نړیوال محکمې یوه څارنوال کریم خان کړې ده.

سرچېنې لیکلي، دا محکمه د دې قضیې د څېړلو او پرمخ وړلو پوره واک لري او له قاضیانو یې غوښتي چې د بنیامین نتنیاهو او یواو کالانت د نیولو حکم دې ژر تر ژره صادر کړي.

دغه راز، نوموړي له قاضیانو غوښتي چې د اسرائیلی چارواکو او حماس مشرانو د نیولو حکم دې وارزوي.

کریم خان ټينګار کړی: «په دې محاکمو کې هر ډول ځنډ به د قربانیانو په حقونو منفي اغیز پرېباسي.»

نوموړي ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه د اسرائیلي وګړو په اړه چې په فلسطیني سیمو کې وحشیانه جرمونه کوي، د څېړلو پوره واک لري.

د اسرائیلو د شمېرو په حواله، د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس په برید کې شاوخوا یو زر او ۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شوي وو.

د شمېرو له مخې، د غزې پر تړانګې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.