افغانستانراپورونه

د امر بالمعروف د نوي قانون په وړاندې د غبرګونونو دوام، کاناډا ویلي دغه قانون د ښځو د خاموشه کولو هڅه ده.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون په وړاندې د غبرګونونو په دوام د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت دغه قانون غندلی او د افغان میرمنو د خاموشه کولو هڅه یې بللې ده.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې پر ښځو دې ټول محدودیتونه لېرې کړي.

په همدې حال کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو هدف له ټولنې څخه د افغانستان د نیم نفوس حذف کول دي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر حاجا لحبیب په پرون په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې باید د ښځو دریځ پیاوړی شي.

نوموړي ټینګار کړی چې بلجیم د مدني ټولني او د هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې له خپلو حقونو دفاع کوي.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې بیا د طالبانو د امر بالمعروف قانون له ښځو څخه سل پاڼې نفرت بللی دی.

د بالیوډ مشهورې فلمې ستورې انجلینا جولي طالبان ډارنه او ځپونکې ډله بللې ده.

نوموړې په خپل انستاګرام په یو بیان کې لیکلي دي:[هغه سیسټم چې ښځو ته کتل، د ښځو غږ او د ښځو ځواک په کې جرم ګڼل کیږي، ډارن او ځپونکی دی.]

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اګست په ۲۱ مه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نوی قانون توشیح کړ.

د دغه قانون په ۱۳ مه ماده کې د ښځو پر غږ او مخ لوڅولو بندیز لګول شوی دی.

دغه قانون چې ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري تر ډېره په کې په ښځو محدودیتونه لګول شوي دي.

دغه قانون له دې وړاندې هم د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو په ګډون د ملګرو ملتونو له کلک غبرګون سره مخ شوی دی.