ځانګړي برخهراپورونه

ندیم: د نجونو ښوونځي به تړلي وي، نجونې: ورځ تر بلې یې هیلي خاورې کیږي.

د طالبانو د حکومت د لوړ زده کړو سرپرست ندامحمد ندیم وايي که هر چا د قران، احادیثو یا د بل څه پر استناد د نجونو د زده کړې فرضیت ثابت کړو نو د نجونو ښوونځي به پرانیزي.
نوموړي نن یک‌شنبه، د وږي ۴مه ملت ته د یوه کال د لاس ته راوړنو د تشریح په نوم په غونډه کې وویل چې د حنفي فقهې په رڼا کې د نجونو زده کړو ته اجازه نشته او په خبره یې، په دې برخه کې د علماوو څیړنې روانې دي.
ندیم د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړ: که د حنفي فقهې په رڼا کې یو څوک پیدا شي وزارت ته دې راشي او دا دې راته ثابته کړي چې په دې کتاب کې او فلاني کتاب کې د تحصیل په دې شکل اجازه شته، بیا دا مسئله حل کیږي.
نوموړی زیاتوي که د اسلامي امارت علماوو ثابته کړه چې د نجونو تحصیل په دې طریقه یا بڼه جایز دی نو دوی به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او ګنې نو همداسې به بندې وي.
د ندیم په خبره: په دې اړه د علماوو تحقیقات جریان لري. که د علماوو په تحقیقاتو کې دا ثابته شوه چې د اناثو تحصیل په دې شکل جایز دی نو باور دی چې بیا به هغو جواز پیدا کوي او که تحقیقات دا وو چې دا دې معطل وي دا به معطل وي.
ندا محمد ندیم د نجونو د زده‌کړو مسئله یوه حساسه مسئله وبلله او ادعا یې وکړه چې د نجونو زده کړې فرض نه دی.
په همدې حال کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وايي د لوړ زده کړو د وزیر څرګندونې له ټولو اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي.
په کابل کې د نجونو د یوې لیسې زده کوونکې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي کابل ټیلیګراف ته وویل چې په نارینه ډاکتر د ښځو درملنه جایزه خو د ښځو زده کړې حرامې دي.
نوموړې وویل:[ دا له انصاف لرې خبره ده]نوموړې وویل د ملایانو یو نظام لږ ترلږه په تېرو درېیو کلونو کې د زده کړو او د ښوونځیو د پرانستل کېدو لپاره یوه طرحه ړجوړه نه شوه کړای.
دا وايي داسې ښکاري چې طالبان د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو اراده نه لري.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو هر ډول بندیز لګولی دی.
که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی.