افغانستانخبرونه

مرکزي اسیا ته د شېرخان بندر له لارې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د کندز د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په تېرو ۵ مياشتو کې له شېر خان بندره مرکزي اسيا ته د څه باندې ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان سوداګريز توکي صادر شوي.

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، مبلايل، د موټرو ټايرونه او وچه مېوه هغه توکي دي چې له شيرخان بندره تاجکستان او بيا مرکزي اسيا ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ خونه وايي، دا د تېرې کال همدغې مودې پر پرتله د صادراتو د کچې زیاتوالی ښکاره کوي.

يو شمېر سوداګر د تاجکستان له لوري د ويزو بندښت ته اندېښمن دي او له مسوولينو غواړي چې د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي.