د مصر په پلازمېنه قاهره کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند خبرې اترې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدلې.
مصري رسنيو د دغه هېواد د امنيتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د حماس ډلې او اسرائیلو استازو د درېیم ګړو هېڅ ډول وړانديز نه دی منلی.
سرچینې وایي، د حماس وینا دا وه، امریکا چې په بېړني اوربند باندې ټينګار کوي، د دې تر شا نور مسایل موجود دي ځکه دوی هوکړه نه کوي.
بلخوا اسرائیلو د اوربند لپاره دوه شرطونه وړاندې کړي چې د اوربند په موده کې به له مصر سره د غزې پر سرحد اسرائیلي ځواکونه واکمن وي او بل به د جګړو له امله بې ځایه شويو کسانو بایومټریک کېږي.
په همدې حال کې د نړۍوالې روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیک سلیوان ويلي، په غزه کې د اوربند د رامنځته کېدو لپاره به په قاهره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.