د ایران د بشر حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت دوه افغانان د اعدام په حکم محکوم کړي دي.
یاد سازمان ويلي، د دوو افغانانو په ګډون څلور کسان چې د نشه یي توکو په تور نیول شوي او په اعدام محکوم شوي، د تېرې شنبې په ورځ د ایران د تبریز له مرکزي زندان څخه د ځانګړي سلول زندان ته ولېږدول شول.
د ایران د بشر حقونو سازمان په راپور کې راغلي، په اعدام محکوم شوي افغانان محب الله او مشرف نومېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.