افغانستانخبرونه

مجاهد: د امربالمعروف قانون په اړه د نړیوالو اعتراض ګستاخي ده

د طالبانو ویاند ویلي، د امربالمعروف قانون په اړه د یونما و ځينو نورو جهتونو اندېښنې بې‌ځایه دي او دغه قانون د اسلامي شریعت په رڼا کې ترتیب شوی دی او په دې برخه کې د دوی اعتراض ګستاخې ده.

تېره اونۍ د طالبانو د عدالیې وزارت خبر ورکړ چې د دوی د مشر له لوري د اساسي قانون په نشتون کې د ښځو او انساني آزادیو اړوند ځپونکی د امربالمعروف قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو، له هغې وروسته یونما، امریکا متحده ایالتونو، جرمني، کاناډا، اروپایي اتحایې او ځینو نورو هېوادونو او بنسټونو د یاد قانون په اړه اندېښنې وښودې.

بیګاه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي و چې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو له توشیح او په رسمي جریده کې د هغو له خپرېدو وروسته د یوناما په ګډون ځینې جهتونو بې اساسه اندېښنې وښودې.

هغه لیکلي، د یاد قانون هره ماده او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې  هملته ورلاندې ليکل شوي.

مجاهد لیکلي: «که کوم غیرمسلم د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښیي او رد کوي، لومړی دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي  او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي. موږ په اسلامي شریعت باندې داسې اعتراض د دوی ګستاخي بولو.»

ده لیکلي، مسلمانان دې په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړي او له خپلو علماوو څخه دې په دې اړه پوښتنې وکړي. د مسلمان له لوري په دې قوانینو باندې رد یا انتقادکول له خپل دین څخه د بې خبرۍ په مانا دی لراو حتی د ایمان د زوال خطر لري.