طالبانو د اسرائیل د یوه چارواکي هغه څرګندونې پر سختو ټکو غندلي چې ويلي یې دي، د اقصی جومات په دننه کې به يهودي کنيسه جوړه کړي.
د اسرائیل د کورني امنیت وزیر بنګوییر تېره ورځ ویلي چې د اقصی جومات په انګړ کې به کنیسه جوړه کړي.
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د بن ګوییر د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دغسې څرګندونې په ډاګه کوي چې صهيونيستي رژيم نه يوازې دا چې هيڅ نوع مقدساتو، نړۍوالو قوانينو او اصولو ته درناوی نه لري، بلکې په ډېره ناسنجیده توګه دغه ټول اصول، قوانين او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
هغه لیکلي چې دا ډول څرګندونې د ټولو مسلمانانو احساسات را پاروي.