افغانستانخبرونه

بادغیس کې یوې ښځې خپل زوی او مېړه وژلي

راپورونه وايي، د بادغیس ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند او زوی وژلي دي.

په دغه ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست په یو بیان کې ويلي چې تېره شپه د غورماچ ولسوالۍ په قلعه ولي سیمه کې یوې ښځې په خپل خاوند او زوی ډزې کړې دي.

سرچینه وايي، ښځه د امنيتي مسوولینو له لورې نیول شوې او لومړنۍ څېړنې ښايي چې پېښه تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.