افغانستانخبرونه

سږکال افغانستان کې د بېلابېلو ناروغيو له امله له ۲۳۰۰ څخه زيات کسان مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې سږکال ۲۳۱۹ کسان د سختو تنفسي، شري، کانګو، ډینګي تبې او ملاریا د ناروغیو له امله مړه شوي دي.

دې سازمان پرون دوشنبې (د وږي ۵مه) ناوخته د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي، یوازې حادو تنفسي ناروغیو (والګي) ۲۰۶۷ کسان وژلي دي.

د راپور په دوام راغلي چې سږکال له ۸۶۵ زرو ډېر کسان په‌دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، یوازې د روان ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې د سختو تنفسي ناروغیو له کبله له پنځو کلونو د کم‌‌عمره ۲۰۹ ماشومانو مړینه ثبت شوې ده چې په سلو کې شل زیاتوالی ښيي.

د دې سازمان په وینا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې تر اوسه د شري ناروغۍ د ۴۲۸۰۰ مشکوکو ناروغیو او ورسره د مړینو د ۱۸۸ پېښو خبر ورکړل شوی دی.

همداراز د کال له پیله د کانګو تبې د ٦٣ مړينو په ګډون ٧٧١ پېښې ثبت شوي.

دغه راز، د يوې مړينې په درلودلو سره د ملاریا ٣٤،٧٦٠ څخه ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوي او د ډينګې تبې ٣٩٧ پېښې راپور شوې دي.