افغانستانخبرونه

ننګرهار د دوو کورنیو ترمنځ شخړه؛ یو تن په کې وژل شوی

په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یو ځوان وژل شوی دی.

دغه پېښه تېر ماښام (چهارشنبه، ۷ د وږي) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «وزیرو پیره خیلو» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو د جنجال له کبله رامنځته شوې چې پر مهال یې د اکرام الله په نامه یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي یادو کورنیو له دې وړاندې هم خپلمنځي شخړې کړې وې، خو د کلیوالو له لوري یې روغه جوړه شوې وه.

ننګرهار کې تراوسه طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.