افغانستانخبرونه

بدخشان کې د خوارځواکۍ له امله ۳۰ ماشومان مړه شوي

د بدخشان ولايت روغتيايي چارواکي وايي، روان کال په دغه ولایت کې د خوارځواکۍ له امله ۳۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان ولايتي روغتون مسوولين وایي، د روان لمريز کال په تېرو پنځو میاشتو کې دغه روغتون ته ۲زره او ۷۰۰ ماشومان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون مطبوعاتي مسوول عبدالمالک روفي وايي چې دغه روغتون ته وروړل شوي کمزوو ماشومانو له ډلې ۳۵۰ خوارځواکي وو چې ۳۰ ماشومان يې له ډلې مړه شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، افغانستان کې له درې میلیونو زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او دغه سازمان یوازې یو اعشاریه درې میلیونه ماشومانو ته رسېدنه کړې ده.