افغانستانخبرونه

ملا برادر ازبکستان ته ولاړ

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان ترمذ ښار ته ولاړ.

یادې څرګندونې د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه اعلامیه کې کړي دي.

سرچېنې لیکلي  ټاکل شوې چې نن به په دغه ښار کې «ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز» د ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبکستان د لومړي وزیر، د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز د قزاقستان او قرغیزستان د لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په مشرۍ هم یو پلاوی ترکمنستان ته تللی و.