طالبانو د دغې ډلې یو قومندان حمید خراسانی نیولی
د طالبانو ناراضي قومندان چې په دې وروستیو کې یې په دغه ډله د قومي تبعیض تورونه هم پوري کړي وو د طالبانو لخوا نیول شوي.
د طالبانو یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته ومنله چې حمید خراسانی نیول شوی خو په دې اړه یې د ډېرو جزیاتو له شریکولو ډډه وکړه.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دوه اونۍ وړاندې حمید خراسانی یو بی کوره او بی باکه انسان یاد کړی وو او ویلي یې وو چې نوموړی د طالبانو په حکومت کې هیڅ رسمیت نه لري.
هغه دغه راز ویلي وو چې د حمید خراساني څرګندونې د طالبانو دریڅ نه دی او د کفارو او زیان رسوونکو ګاونډیو د خوښوۍ لپاره داسې څرګندونې کوي.
خراساني چې د طالبانو د استخباراتو ریاست د لومړي مرستیال تاجمیر جواد نيږدې کس دی، وخت نا وخت توندې څرګندونې کوي.
تاج میر جواد چې د حقاني شبکې له نوموتو قومندانانو څخه دی، د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې د کابل شاوخوا ولایتونو په شبکه یی ترورونو او سترو چاودونو کې مخامخ ښکېل و.
نوموړی چې په دواړو سترګو ړوند او یو لاس او یوه پښه یې په تېرو جګړو کې پرې شوي ، د حقاني شبکې په سهم کې د استخباراتو ریاست لومړی (اپراتیفی) مرستیال دی او له ځانګړي صلاحیت برخمن دی.
درې کاله وړاندې هغه مهال چې طالبان واکمن شول او یوازې د پنجشېر ولایت مقاومت کاوه، طالبانو د خراساني په مرسته ډېر په اسانۍ دغه ولایت سقوط کړ. د نوموړي په همکارۍ د طالبانو مخالف پنجشېریان د ده په واسط ونیول شول او یا یې هم په اړه طالبانو ته معلومات ورکړل.
نوموړی په اوایلو کې د پنجشېر د امنیت امر و خو وروسته د پکتیا د احمدابا ولسوال وټاکل شو.
خراساني په وروستیو کې ځان د بدري قطعې قوماندان باله او د کابل خیرخانه کې د خورشید ټلویزیون د مشر حاجي همایون په کور کې اوسیده.