افغانستانخبرونه

په ازبکستان کې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانيستل شو

په ازبکستکان کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په شتون کې د ترمز نړیوال سوادګریز مرکز پرانیستل شو.

ملا برادر تېره ورځ دغه هېواد ته ورغلی او د د یاد مرکز د پرانېستې په مراسمو کې یې ویلي چې د ترمذ نړیوال سوادګریز مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت نوی باب دی.”

د برادر په خبره، دغه مرکز به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او کاري زمینې پراخې کړي.

په غونډه کې د ازبکستان، اذربایجان قزاقستان او قرغزستان لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په پوله کې د ازادې راکړې ورکړې د مرکز پر جوړېدو په تېر جمهوري حکومت کې هوکړه لاسلیک شوې وه، خو دا مرکز ۷ کاله وروسته پرانيستل کېږي.