خبرونهسیمه

د بنګله دېش موقت حکومت د جماعت اسلامي په ګوند بندیز لېرې کړ

د بنګله دېش حکومت د دغه هېواد د جماعت اسلامي ګونډ په ډلې، چې مخکني حکومت بند کړی و، بندیز لېرې کړ.

د بنګله دېش مخکني حکومت د جماعت اسلامي په ګوند او د هغه سره په تړلې ډلې د اګست په لومړۍ نېټه بندیز ولګوه او دا ډله یې په تاوتریخوالي‌ او ترهګرۍ تورنه کړه او ویلي وو چې په مظاهرو کې د محصلینو په منځ کې تاوتریخوالی پاروي.

د دغو مظاهرو په ترڅ کې د شیخ حسینې حکومت ړنګ شو او هغه هند ته وتښتېده. په مظاهرو کې سلګونه کسان ووژل شول.

خو د بنګله دېش موقت حکومت ویلي دي چې داسې کوم شواهد یې پیدا نه کړل چې دا ډله دې له تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره وتړي.

د جماعت اسلامي ګوند له ۲۰۱۴ کال راهېسې په بنګله دېش کې په ټاکنو کې له ګډون کولو منع کړل شوی او د ټاکنو کمېسیون د هغوی نوملیکنه لغوه کړې.

په ۲۰۱۳ کال کې د بنګله دېش عالي محکمې دا ګوند په ټاکنو کې له ګډون څخه منع کړ او ویې ویل چې د دغه ګوند مقررات د بنګله دېش د اساسي‌ قانون او سیکولاریزم په ضد دي.