افغانستانخبرونه

د طالبانو اقتصادي مرستیال د قوش‌تیپې کانال له چارو لېدنه کړې

د طالبانو ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قوش‌تیپې کانال له چارو لېدنه کړې او ویلي یې دي چې د یاد کانال چارې به په ټاکلې وخت کې بشپړې شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي چې ملا برادر، د قوش تیپې کانال د سربند جوړولو له چارو لېدنه کړې.

هغه د ملي پراختيا شرکت له ترسره شوو کارونو ستاينه وکړه او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې هدايت وکړ، چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت او ښه ډول پر ټاکلې نېټه بشپړې کړي.

برادر ویلي، د قوش تېپې کانال د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم دی او هڅه کوي ‎په ټاکلي وخت یې چارې بشپړې کړي.

د يادونې وړ ده چې اوسمهال د دغه ملي کانال د سربند جوړولو او همدا راز د دوهم فاز چارې په ښه ډول د افغان انجنيرانو له لوري روانې دي، چې زرګونو کسانو ته په‌کې کاري فرصتونه برابر شوي دي.