د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک وايي چې دا سازمان په افغانستان کې له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي او له طالبانو یې هم غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماټیک تعامل لپاره لارې پرانیزي.
دوجاریک دا څرګندونې جمعه د وږي پر ۹مه په نیویارک کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي.
دوجاریک ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له بشري حقونو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: «زما په اند، په افغانستان کې د ښځو حضور د کموالي په تړاو زمونږ پرېکړه ډېره روښانه ده.»
د ملګرو ملتونو وياند په وينا، دا سازمان به د امنيت شورا د حکم پر بنسټ په هېواد کې خپل کار ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو یاد چارواکي څرګنده کړې: «موږ تل د امنیت شورا له حکمونو سره سم مخته تللي یو او وایو چې بې پلوه او له ښه نیت سره د ملګرو ملتونو له چلندونو ملاتړ او د بشري حقونو او برابرۍ پیغامونه وړاندې کوو.»
نوموړي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماټیک تعامل لپاره نورې لارې پرانېزي.