خبرونهنړۍ

پاکستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۶۸ کسان مړه شوي

پاکستاني رسنیو ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو او سېلابونو په ګډون د طبیعي پېښو له امله ۶۸ کسان مړه شوي دي.

خيبرپښتونخوا کي د تېرو څلورو ورځو راهسې سخت باران ورېده او وړاندوينه شوې چې د پيښور په ګډون ډېرو ميداني او دښتي شمالي سيمو کي به د باران وورېږي.

پېښور او شاوخوا سيمو کې د تېرو دوو ورځو پرله پسې بارانونو د موسم په حالاتو کې د پام وړ بدلون راوستی او په اسمان کې يې ورېځې او د تودوخې درجه ټيټه شوې ده.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې د شمېرو له مخې، د موسمي بدلونونو له پیل راهیسې د دېوالونو او چتونو د نړېدو په ګډون په بېلابېلو پېښو کې ۶۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې ۷۸۶ کورونه تخريب شوي، له ۲۰۰ زیات کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او پاتې نور په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د راپورونو له مخې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي.