خبرونهنړۍ

 روسيې په ختيځ کې د دغه هېواد يوه هيليکوپټر الوتکه غورځېدلې

د روسیې هوایي چلند اداره وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې د دغه هېواد یوه هیلیکوپتر الوتکه چې ۲۲ تن په کې سپاره وو غورځېدلې ده.

د روسیې هوایي چلند ادارې ویلي چې دغه الوتکه د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا په سیمه کې لوېدلې ده.

له سختو بادونو سره سره په سیمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري.

د ویتیاز ایرو شرکت دې هیلیکوپتره کې ۱۹ سېلانیان او درې عمله ناست وو.

ځینو روسي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې د فوټبال فدراسیون مشر ارسیني زمیاتین او مېرمن یې ښايي په‌دې هیليکوپترې کې سپاره وي.

چارواکو ویلي دي، چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.