خبرونهنړۍ

امریکا کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان وژل شوي

د امریکا متحده ایالتونو د میسیسیپی ایالت په یوې لویې لارې کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ راپور له مخې، په یاد سیمه کې یو بس موټر په بلخ اوښتې ده.

د امریکا د لویو لارو پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې شپږ مسافر ځای پر ځای مړه شوي او اووم یې بیا په روغتون کې سا ورکړه.

د ملي ترانسپورت خوندیتوب بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د مسافر وړونکي دې بس موټر ټایر کار پریښی و او له همدې کبله په بل مخ اوښتیو.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې پدې ټکر کې یوازې همدا مسافر وړونکی بس موټر چپه شوی.

پولیسو او د روغتیایي چارو مامورینو ویلي چې د پیښې له ځای څخه ۳۷ تنه روغتون ته وړل شویدي.

پولیسو همدرانګه ویلي چې د بس موټر ټکر په هکله یې پلټنې پیل کړي او نور تر لاسه شوي معلومات به وروسته خپاره کړي.