د اتریش د کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره وایي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د بدلون له کبله دغه هېواد ته د افغان کډوالو د استولو جواز شته او په پام کې لري چې په دې برخه کې له جرمني سره په ګډه کار وکړي.
د یورونیوز د راپور له مخې، اتریش له جرمني سره یوځای شوی او وایي چې په پام کې لري چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.
د جرمني د چارواکو په وینا، دغه هېواد د جمعې په ورځ ۲۸ افغان کډوال افغانستان ته واستول.
دا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ترلاسه کولو راوروسته لومړی ځل دی چې جرمني یو شمېر افغانان خپل هېواد ته استوي.
د اتریش حکومت وايي، په پام کې لري چې د افغانانو د ایستلو په برخه کې له جرمني سره په ګډه کار وکړي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر د جرمني اقدام “ډېر ښه” بللی دی.
ده د سږ کال په مارچ میاشت کې، پر هغې پرېکړې د بیا کتنې لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه چې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د استولو مخه نیسي.