اسرائیل وايي د دوی ځواکونو د غزې تړانګه کې د حماس له خوا د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي دي.
د اسرائيلو دفاعي ځواکونو په يوه بيان کې ويلي، دغه جسدونه د شنبې په ورځ په رفح کې تر ځمکې لاندې تونل کې موندل شوي دي.
د اسرائيلو دفاع وزارت د دغو کسانو نومونه کرمېل ګټ، ايډن يروشلمي، هېرش ګولډبرګ پولين، الکساندر لبنوف، الموګ سروسي او ماسټر سارجنټ اوري ډنينو ياد کړي دي.
د امریکا ولسمشر جوبايډن ويلي، ګولډبرګ پولين امریکايی وګړی و او زياتوي، مړينې يې “خواشينی او سخت غوسه کړی” دی.
د يکشنبې په ورځ د اسرائيلو دفاع وزارت په خپله بيانیه کې وويل، د دغو کسانو جسدونه اسرائيلو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نژدې دوې اوونۍ وړاندې هم اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په اوږدو کې د شپږو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي وو.